پاسپورټ

 

هغه افغانان چې په کانادا کې ژوند کوي او غواړي نوی افغاني پاسپورټ تر لاسه کړي، کولای شي بن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت قونسلګری ته مراجعه وکړي.

:د پاسپورټ غوښتوونکی دې لاندې موارد په نظر کې ونیسي

  • ملاقات وخت: د پاسپورټ غوښتوونکی باید مخکې له دې چې قونسلګری ته مراجعه وکړي د ملاقات وخت ولري چې په آنلاین ډول اخیستل کیږي. قونسلګری هغه مراجعینو ته خدمات نه شی وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري
    د ملاقات د وخت د ټاکنې لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړۍ
    .قونسلګری ته راتګ: ټول متقاضیان د مصاحبې لپاره باید بن کې د افغانستان جنرال قونسلگري ته راشي او دې قونسلګري ته لازم اسناد وړاندې کړي
    :لازم اسناد: ټول متقاضیان باید لاندې اسناد قونسلګری ته د راتګ په وخت کې له ځان سره ولري
    الف) د درخواستئ فورمه: د پاسپورټ غوښتوونکی باید د پاسپورټ فورمه، چې په دې پاڼه کې قرار لري، تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو/دری او انګریزي ژبه ډکه کړي. تر ټولو مهم هغه ځایونه دي چې د پاسپورټ په لمړۍ صفحه کې
    .چاپ کیږي لکه نوم، تخلص، د زیږیدو نیټه (ورځ/میاشت/کال) په هجری لمریز او میلادي باندې، قد یا ونه په سانتي متر، دنده او نور مشخصاتو ته باید خاصه پاملرنه وشي او په فورمه کې واضح ولیکل شي
    ب) د تابعیت تذکره: د پاسپورټ غوښتوونکی سفارت ته د راتګ پر مهال باید د خپلې افغاني تذکرې کاپي ( اصل ته اړتیا نه شته) له ځان سره ولري. که چیرته تذکره یې تائید شوي نه وي نو د تذکرې کاپي د قونسلګری له خوا د افغانستان د اسلامي
    .جمهوریت د کورنیو چارو وزارت ته استول کیږي تر څو تائید شي. قونسلګری هغه مهال نوی پاسپورټ صادرولای شي چې د پاسپورټ غوښتوونکي تذکره د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا تائید شي او یا مخکې تائید شوی وي
     .ج) عکس: د پاسپورټ غوښتوونکی باید درې قطعې نوي عکسونه (اندازه: ۴*۴.۵ سانتی متر) د سپین شالید سره قونسلګري ته تسلیم کړي
    .د) مخکینی پاسپورټ: د پاسپورټ غوښتوونکی باید خپل زوړ پاسپورټ قونسلګری ته راوړي. که چیرې زوړ پاسپورټ یې ورک کړی وي او یا ورڅخه خراب شوی وي نو باید دوه چنده محصول یعنی ۳۶۰ جرمني یورو قونسلګری ته ورکړي
    .د ورک شوي پاسپورټ لپاره د پولیسو راپور هم باید قونسلګری ته تسلیم کړای شي
     .هـ) د ماشوم لپاره د پاسپورټ اخیستنه: که چیرې د پاسپورټ غوښتوونکی ماشوم وي او په کانادا کې زیږیدلای وي نو د ماشوم والدین، د پورته اسنادو سربیره، لاندې اسناد هم قونسلګری ته وړاندې کړي
     .د والدینو تذکرې: د مور او پلار د تابعیت د تذکرو کاپي ته اړتیا ده. د تابعیت د تذکرې په هکله پورته یاده شوې پروسه د تطبیق وړ ده -
    .د ماشوم د زیږیدنې سند: د ماشوم د زیږدنې د سند کاپي دې قونسلګری ته وسپارل شي-
    .و) د آدرس د تثبیت سند: د پاسپورټ غوښتوونکی باید قونسلګری ته د خپل اوسني هستوګنځي سند وړاندې کړي چې کیدای شی د موټر چلولو د جواز، د بانکي سټیټمنټ او یا د برق/ګاز د بل کاپي وي
     ز) محصول: قونسلګری  د نوي پنځه کلن پاسپورټ د صادرولو په مقابل کې 145 دالر امریکایی محصول اخلي. ده عاجل پروسه د صادرولو په مقابل کی 170 دالر امریکایی محصول اخلی. نورمال 10 کال 245 دالر امریکایی محصول اخلی او عاجل پروسس 270 دالر امریکایي محصول اخلی.
    ح) تش پوستي ایکسپریس یا راجسټر پاکټ: د پاسپورټ غوښتوونکي په دې مکلف دي چې قونسلګری ته د اسنادو د تسلیمۍ په وخت کې یو پوستي ایکسپریس یا راجسټر تش پاکټ هم د پذیرش بخش ته وروسپاري. قونسلګری به له دغه پاکټ نه په استفادې
    .سره نوی چاپ او صادر شوی پاسپورټ د متقاضي آدرس ته په جرمني کې ورولیږي. همداراز، متقاضی باید د پاکټ د موندنې شمیره (ترکینګ نمبر) له ځان سره نوټ کړي تر څو خپل پوسټ د پوستی شرکت له لارې تعقیب کړای شي

د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که تاسو پورته ورکړل شوي معلومات لوستل شوي وي او غوښتنلیک ته چمتو یاست ، مهرباني وکړئ د پاسپورت فورمه ډاونلوډ کړئ ، که تاسو د کورنۍ سره غوښتنه کوئ ، مهرباني وکړئ جلا آنلاین لیدنې کتنه وکړئ!

د پاسپورت فورمه

دنلود

یو تعیینات واخلئ

اوس یې پلان کړه

خپل پاسپورت حالت تعقیب کړئ

TRACK STATUS