د حصر وراثت وثیقه
- :مهرباني وکړۍ د حصر وراثت په هکله لاندې معلومات او لارښوونې په دقت سره ولول
- .الف). د ملاقات وخت: د حصر وراثت د وثیقي غوښتوونکی باید مخکې له دې چې سفارت ته مراجعه وکړي د ملاقات وخت ولري چې په آنلاین ډول اخیستل کیږي. سفارت هغه مراجعینو ته خدمات نه شی وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري
.د ملاقات د و خت د ټاکنې لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړۍ
.ب). سفارت ته راتګ: وارث یا وارثان، دوه تنه شاهدان او درې تنه اقرار کوونکي ټول په ټاکل شوي وخت باید ونکوور کې د افغانستان سفارت ته راشي او دې سفارت ته د حصر وراثت د وثیقې فورمه او نور لازم اسناد وړاندې کړي
.ج). د درخواستئ فورمه: د حصر وراثت در وثیقې غوښتوونکی باید د اړونده فورمه، چې په دې پاڼه کې قرار لري، تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو/دری ژبه د اړتیا وړ معلومات پکښې ولیکي
.د). شاهدان، اقرار کوونکي او لازم اسناد: مهربانی وکړۍ لاندې معلومات په دقت سره ولولۍ او باید د اړتیا وړ اشخاص او اسناد په ټاکلي وخت سره افغانستان قونسلگری کې شتون ولري
.لمړۍ – وارث یا وارثان: له وارثانو څخه لږ تر لږه یو تن باید د حصر وراثت د وثیقې د جوړولو پر مهال په سفارت کې د لاندې اسنادو سره حضور ولري
.وارث یا وارثان باید د حصر وراثت د سند د جوړولو په وخت کې د وفات شوي شخص (مور یا پلار) فوتي سند له ځان سره ولري. د فوتي سند څخه پرته حصر وراثت وثیقه نه جوړیږي -
.د پاسپورټ یوه کاپي (افغاني یا آسټرالیایي یا نیوزیلنډي) یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د جواز یوه کاپی د دوه قطعی عکسونو سره چې سایز یې ۴ * ۴.۵ سانتی وي او تازه اخیستل شوي وي -
.دوهم – اقرار کوونکي: درې تنه اقرار کوونکي (۱۸ کالو نه پورته) چې د وارثانو د کورنۍ سره بشپړ پېژنګلي ولري، د پاسپورټ، یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د جواز د کاپي او دوه قطعې عکسونو سره (سایز یې ۴ * ۴.۵ سانتی) سفارت ته راشي
دریم – شاهدان: دوه تنه شاهدان چې کیدای شي دوه تنه نارینه او یا څلور تنه ښځینه وي (۱۸ کالو نه پورته) د خپلو پاسپورټونو د کاپي (افغاني یا آسټرالیایي یا نیوزیلنډي) یا تذکرې کاپي او یا هم د موټر چلولو د جواز کاپي او
.دوه دوه قطعی عکسونو سره (سایز یې ۴ * ۴.۵ سانتی) چې تازه اخیستل شوي وي سفارت ته راشي
ر). محصول: سفارت د حصر وراثت د یوې وثیقې د صادرولو په مقابل کې 125دالر آمریکایی محصول اخلي. دا محصول د مني آرډر په ذریعه د سفارت په نوم جمع کیدای شي، یا د ایفت-پاس په ماشین کې د ډیبیټ/کریډیټ کارتونو په واسطه په قونسلگری کې
.د ننه تحویلیدای شي. قونسلگری په هیڅ ډول نغدې پیسې نه اخلي
.(س). توضیحات: د حصر وراثت د سند د جوړولو لپاره لږ تر لږه د شپږو کسانو شتون حتمي او لازمي دي ( لږ تر لږه یو تن وارث + دوه تنه شاهدان + درې تنه اقرار کوونکي
- .مهرباني وکړۍ قونسلگری ته د راتګ پر مهال د پورته ذکر شویو لازمو اسنادو کاپۍ او عکسونه له ځان سره ولرۍ. قونسلی مراجعینو ته په سفارت کې د کاپي او چاپ کولو آسانتیا شتون نه لري
READY TO APPLY?
If you have read the information given above and are ready to apply, please download an inheritance application form, please book an online appointment