د زېږېدنې سند

.په ونکوور کې د افغانستان قونسلګری   په دې مورد کې دوه ډوله خدمات وړاندې کوي. (۱) د زېږېدنې د سند تایید (اصلی سند یا د هغه ژباړه)، او (۲) د زېږېدنې د سند صادرول

د زېږېدنې د سند تاییدول

:لاندې اسناد د دې قونسلګری له خوا تاییدیږي

  •  الف). هغه اشخاص چې په افغانستان کې زېږېدلي وي
     د زېږېدنې د سند اصل یا د هغه ترجمه کوم چې د افغانستان د روغتونونو یا د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې په واسطه صادر شوی وي، او د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلي چارو د ریاست له خوا
    .تصدیق شوی وي، د قونسلګری  له خوا په وړیا ډول تاییديږي
     ب). هغه اشخاص چې د افغانستان څخه بهر زېږېدلي وي
    :دا قونسلګری لاندې اسناد تاییدوي
     .د زېږېدنې د سند اصل یا ژباړه چې د افغانستان څخه بهر ( د کوربه هیواد له خوا) ترتیب او صادر شوی وي او د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوی وي. محصول یې 55 دالر امریکایی کېږي -
    .د زېږېدنې د سند اصل یا ترجمه چې د دریم هیواد په واسطه ترتیب او صادر شوی وي او په مقیم هیواد کې د دریم هیواد د سیاسي او قونسلي نماینده ګۍ له خوا څخه تایید شوی وي. محصول یې55 دالر امریکایی کیږي -
    .د زېږېدنې د سند اصل یا ژباړه چې د دریم هیواد په واسطه ترتیب او صادر شوی وي او د افغانستان سیاسي او قونسلي نماینده ګۍ له خوا څخه تایید شوی وي. محصول یې 55 دالر امریکایی کیږي -

  • :د زېږېدنې د سند د تاییدی په اړه لاندې معلومات او ټکي دې پام کې ونیول شي
  • الف). د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته. دا خدمات د پُستې په واسطه تر سره کیدای شي
     .ب). قونسلګری ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په بن کې قونسلګری ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه قونسلګری ته لیږدولای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ قونسلګری ته راولېږي
     ج). لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه قونسلګری ته راولیږي
      .درخواست لیک: درخواست کوونکی باید یو درخواست لیک ولیکي او قونسلګری ته د خپل اړتیا وړ خدمات روښانه کړي. د مثال په ډول، د زېږېدنې د سند صدور، د اصل یا د ژباړې تاییدول او یا هم دواړه -
    د دې سربېره، د درخواست کوونکي شهرت، د هستوګنځي پته او د اړیکې شمېره په درخواست لیک کې ولیکل شي
    .د زېږېدنې د سند اصل یا د هغه ژباړه -
    .د زېږېدنې د سند کاپي یا د هغه د ژباړې کاپي -
    .د هستوګنځي د پتې تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره قونسلګری ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د جرمنی  د موټر چلولو د جواز ، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي -
      خالی ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ: درخواست کوونکی باید یو خالي د ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ د نورو اسنادو سره یو ځای قونسلګری ته واستوي. قونسلګری به له دې پاکټ نه په استفادې سره، ورورسته له دې چې اسناد صادر -
     .یا طی مراحل شي، د درخواست کوونکی په پته کانادا ته د پُست په واسطه ولېږي. درخواست کوونکی باید د دې پاکټ د تعقیب شمیره (ترکینګ نمبر) له ځان سره ولیکي تر څو د قونسلګری څخه تر خپل کور پورې خپل اسناد تعقیب کړای شي
     د). محصول: قونسلګری د یو تصدیق یا صادرولو په مقابل کې55 دالر امریکایی محصول اخلي، په استثنا د یوه مورد چې پورته ورڅخه یادونه وشوه. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د قونسلګری په ویب پاڼه کې وجود لري
    محصول د افغانستان قونسلګری په نامه د مَني آرډر په واسطه لیږل کیدای شي. همداراز، محصول د کریډیټ کارټ په واسطه قونسلګری سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي. همدارنګه محصول قونسلګری کې د بانکي کارتونو په کارولو
    .او د اِیفتپاس ماشین نه په استفادې سره ورسپارل کیدای شي. د یادولو وړ ده چې قونسلګری په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي
     :ر). پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې ډول دي
    .وروسته له دې چې قونسلګری پُستي غوټه لاس ته راوړي، که چیرته په اسنادو کې ستونزې نه وي، نو د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې ورباندې کار پیل کیږي -
    .د طی مراحل او تایید نه وروسته، دا اسناد د هغه خالی ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ په واسطه چې درخواست کوونکي مخکې نه قونسلګری ته رالېږلی وو، د درخواست کوونکي په پته (جرمنی کې د ننه) لېږل کیږي -
    په یاد ولری چې د نوي زیلانډ درخواست ورکوونکي باید د قونسلګری څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. د جرمنی  ته هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو په صورت کې د قونسلګری له خوا خبر ورکول کیږي
    .تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د قونسلګری نه واخلي. پُستي شرکتونه د قونسلګری څخه اسناد په کاري ورځو کې د سهار د ۹:۳۰ نه تر ۳:۳۰ پورې اخیستلای شي

READY TO APPLY?

BOOK AN APPOINTMENT

BOOK NOW

TRACK YOUR STATUS

TRACK STATUS

Birth Certificate 

Birth Certificate