د افغانستان ملی سرود
دا وطن افغانستان دی --- دا عزت د هر افغان دی
کور د سولي کور د توري --- هر بچی یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی --- د بلوڅو، د ازبکو
د پښتون او هزاره وو --- د ترکمنو، د تاجکو
ورسره عرب، ګوجر دي --- پامیریان، نورستانیان
براهوی دي، قزلباش دي --- هم ایماق، هم پشه ېان
دا هیواد به تل ځلیږي --- لکه لمر پرشنه آسمان
په سینه کي د آسیا به --- لکه زړه وي جاویدان
نوم د حق مو دی رهبر --- وایو الله اکبر وایو الله اکبر