د جنرال قونسل ژوندلیک

د سید نعمت الله ثایر ژوندلیک
د افقانستان اسلامی جمهوریت جنرال قونسل بن- جرمنی
سید نعمت الله ثایر په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو په کلي کې زیږیدلی دی. په ۱۹۸۲ زېږدیز کال کې د خپلی کورنۍ سره پاکستان ته مهاجر او د کرمې ایجنسۍ د سورپل په کمپ کې یې خپلی ابتدایي زده کړې شروع کړې. همدلته یې دیني زده کړې د خپل کلي په جومات کې وکړی او پنځه کاله وروسته د پیښور ښار ته وکوچیدل. ددوی کورنۍ په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې بیرته هیواد ته راستنه شوه او خپل پاتې تعلیم یې د میاعمر اول ښوونځي کې شروع کړ. تر ښوونځي وروسته یې د منځنیو طبي زده کړو انستیتوت ولوست او بیا وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د کانکور د ازموینی له لاری د ننګرهار د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی او په اعلی درجه ورڅخه فارغ شو.
تر پوهنتون وروسته یې په مختلفو اداراتو کې کار پیل کړ او په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د خپلو لوړو زده کړو (ماسترۍ) په موخه د یوې ازادې سیالۍ له لاری د جرمني هیواد ته لاړ او په ښې حکومتولۍ کې یې د معادل ماسترۍ تر کچې او هم په عامه پالیسۍ کې یې خپله ماستري بشپړه کړه.
هیواد ته تر بیرته راستنیدو وروسته یې په مختلفو اداراتو(د زراعت وزارت کی د پالیسۍ سلاکار، د روڼتیا د څار اداره، د حرکت موسسه، ستره محکمه او نورو...) کې کار وکړ او وړاندې تر دې چې د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې وګومارل شي د اداري فساد پروړاندې د څارنې او ارزونې په خپلواکه او ګډه کمیته کې د فساد د مخنیوي سلاکار په توګه دنده تر سره کوله. ثایر دنوي ادارې له راتګ سره سم د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې د دولتي چارو د سمون مرستیال وټاکل شو او د کابیني د چارو د تنظیم ، نړیوالو اړیکو، ولایتی چارو ، د جمهوري ریاست د مشاورینود تنظیم، دفاعی او امنیتی چارو، د ملی شورا سره داړیکو اوهم حقوقی او قضایی چارو کې مسولیت ور وسپارول شو، او د خپل هیواد او هیوادوالو په چوپړ کې وو.
ثایر په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کی د جلالتمآب ولسمشر د حکم پر آساس د آلمان هیواد د بن ښار ته د افغانستان د جنرال قونسل په صفت، چی یوه ډیره مهمه قونسلګري ده او د آروپا لپاره د پاسپورتونو د چاپ حوزی ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو استازولیو مالي چاری هم تنظیمولی، ولیږل شو. په همدغه دنده کی تر دوه کاله بریالۍ دندی وروسته د ولسمشر له خوا په آلمان کی دافغانستان د لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازي په توګه وټاکل شو. ثایر دولتي دنده یو امتیاز نه بلکه یو دروند مسئولیت ګڼي.
.