د تابعیت د تذکرې تایید

.په جرمني کې د افغانستان قونسلګری د تذکرو د تایید مرجع نه ده. دا قونسلګری د تذکرې د تایید پروسه د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې سره پیل، او درخواست کوونکی د نوموړي ادارې د څیړنو نه خبروي
:هغه افغانان چې غواړی د دوی د تذکرو د تایید پروسه پیل شي، لاندې اسناد دې د پُست په ذریعه باندې قونسلګری ته واستوي. د قونسلګری پُستي 

  • :د تذکرې د تایید درخواست ورکوونکی دې لاندې ټکو ته پام وکړي
    .د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته. دا خدمات د پُست په واسطه تر سره کیدای شي
    قونسلګری ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په کنبرا کې قونسلګری ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه قونسلګری ته لیږدولای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ کښیږدي
    .لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه قونسلګری ته راولیږي
  • الف). درخواست لیک: درخواست کوونکی باید یو درخواست لیک ولیکي او قونسلګری ته د خپل اړتیا وړ خدمات روښانه کړي. د مثال په ډول، یواځې د تذکرې تاییدي، د زېږېدنې د سند اخیستل او یا نور خدمات
    .باید په درخواست لیک کې ولیکل شي. د دې سربېره، د درخواست کوونکي شهرت، د هستوګنځي پته او د اړیکې شمېره په درخواست لیک کې درج شي
    .ب). د تذکرې کاپي: درخواست کوونکی باید د خپلې تذکرې کاپي (اصلي ته اړتیا نشته) په پُستی بسته یا غوټه کې قونسلګری ته راولیږي
    .ج). عکس: درخواست کوونکی باید یو قطعه عکس چې ۴*۴.۵ سانتی متر سایز ولري د سپین شالید سره قونسلګری ته واستوي
    .د). د هستوګنځي د آدرس تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره قونسلګری ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د موټر چلولو د جواز، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي
    ر). د زېږېدنې د سند لپاره درخواست: که چیرته درخواست ورکوونکی د تذکرې د تاییدی نه وروسته غواړی د زېږېدنې سند ترلاسه کړي، د نوموړي سند د محصول سربیره، یو د لاندې اسنادو نه هم په پُستي بسته
    .(کاپي; یا (۳) د جرمنی ویزه (د پورته درې سندونو څخه صرف د یوه سند کاپی دې راولیږل شي (Travel Document) یا غوټه کې قونسلګری ته راولیږي لکه: (۱) د موټر چلولو د جواز (جرمنی) رنګه کاپي؛ (۲) د سفر د سند
  • .محصول: د تذکرې د تاییدي محصول ۱۵ جرمنی یورو کیږي. که چیرته د تذکرې د تاییدی نه پرته د نورو خدماتو غوښتنه شوي وي، محصول يې باید ورکړل شي. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د قونسلګری په ویب پاڼه کې وجود لري
       .محصول د افغانستان قونسلګری په نامه د مَني آرډر (پیسې حواله) په واسطه لیږل کیدای شي. همداراز، محصول د کریډیټ کارټ په واسطه قونسلګری سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي
    .د یادولو وړ ده چې قونسلګری په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي
    :پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې توګه دي
  • .الف). وروسته له دې څخه چې پُستي غوټه قونسلګری ته ورسیږي، که چیرته اسنادو کې نواقص موجود نه وي، د دوو کاري ورځو په جریان کې پروسه پیل کیږي. د اسنادو الکترونیکي کاپي (سکَن) د یوه لیک سره د قونسلګری له لوري
    د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې ته د ایمیل په واسطه استول کیږي. د بهرنیو چارو وزارت قونسلي ریاست هم په دې ایمیل کې کاپي وي. د نفوسو د احوال ثبتولو په مرکزي اداره کې د جرمني په نوم یو دِیسک شتون لري چې همدا چارې
    .پر مخ بیایې. دا پروسه د نفوسو د احوال ثبتولو په مرکزي اداره کې دوه الی درې اونۍ وخت نیسي. د یادولو وړ ده چې دا قونسلګری د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې په چارو باندې هیڅ ډول نفوذ نه لري
    .ب). د پروسې د تکمیلیدو وروسته، د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره د یو رسمي لیک په واسطه دا قونسلګری د تاییدی یا عدم تاییدی نه د ایمیل په واسطه خبر ورکوي
    ج). قونسلګری د دوو کاري ورځو په جریان کې، د هغه ایکسپرس یا راجسټر شوي پاکټ نه په استفادې سره چې د درخواست کوونکي له خوا د درخواست لیک سره یو ځای رالیږل شوی وو، د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې
    .لیک د در خواست کوونکي په پته استوي. که چیرته درخواست کوونکي د نورو خدماتو غوښتنه هم کړې وي او لازم اسناد ورسره وي، قونسلګری د هغو خدماتو د اجرا کولو څخه وروسته ټول اسناد درخواست کوونکي ته استوي
    په یاد ولری چې د نوي زیلانډ درخواست ورکوونکي باید د قونسلګری څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. د نوي زیلانډ اوسیدوونکو ته هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو په صورت کې
    .د قونسلګری له خوا خبر ورکړل کیږي تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د قونسلګری نه واخلي. پُستي شرکتونه د قونسلګری څخه اسناد په کاري ورځو کې د سهار د ۹:۳۰ نه تر ۳:۳۰ پورې اخیستلای شي