گراميداشت از هفته شهيد و بیست و یکمین سالگرد شهادت قهرمان ملی

به تاريخ ٢٥/٦/١٤٠١، محفلي به مناسبت گراميداشت از هفته شهيد و بیست و یکمین سالگرد شهادت احمد شاه مسعود قهرمان ملی افغانستان با اشتراك هموطنان مقيم حوزه ونكوور كانادا، بر گزار شد.
درين برنامه، که از جانب افغان های مقیم ونكوور برگزار شده بود، آقاى رامين معنوى، جنرال قونسل ج. ا. افغانستان و شمارى از بزرگان و دانشمندان شهر ونكوور سخنرانى هاى خويش را ايراد نمودند. افزون برآن، در این برنامه شخصیت های فرهنگی، فعالان جامعه مدنی و برخى دانشجويان نيز اشتراک نموده بودند.
جنرال قونسل ج. ا. افغانستان ضمن ارج گزارى به هفته شهيد و بيست و يكمين سالروز شهادت قهرمان ملي كشور به عنوان يك وجيبه مقدس، از شهداى اخير كه در ولايات مختلف كشور به شهادت رسيدند، ياد بود بعمل آورد و به روح شان درود و دعا فرستاد. ايشان در مورد موضوعاتى مانند: اهداف شهداى افغانستان به ويژه قهرمان ملى براى يك افغانستان آزاد، آباد و مرفه؛ كاركرد هاى شان در حفظ حقوق انساني و عزت مردم در كشور؛ سرتاسرى بودن شهداى جهاد از هر گوشه افغانستان؛ ايثار و فداكارى هاى مردم افغانستان؛ چگونگى از خود گذرى ها و وقف زندگى مردم در راه آزادى كشور؛ تلاش ها در راستاى داشتن كشورى داراى وقار و حيثيت جهانى؛ درس هاى ضرورى از چنين موضوعات به نسل هاى بعدى و موارد مشابه سخنرانى نمود. افزون بر آن، در مورد وضعيت اسفبار كنونى در كشور، بحران بشرى، نا امنى، نقض حقوق بشر و پيامد هاى ناگوار تحولات اخير صحبت صورت گرفت و روى چگونگى تأمين صلح و ثبات دايمى از طريق نظام مبتنى بر اراده مردم كه در آن همه اقشار جامعه داراى حقوق مساوى و برابر باشند و احساس تعلق كنند، تأكيد شد. همچنان، از كارنامه هاي شهداى نامور كشور مانند شهيد استاد ربانى، شهيد احمد شاه مسعود قهرمان ملى، شهيد جنرال عبدالرازق، شهيد سيد مصطفى كاظمى، شهيد عبدالعلى مزارى، شهيد حاجى عبدالقدير، و ساير شهدا ياد آورى بعمل آمد.
درين محفل، سخنرانان ديگر نيز در مورد هفته شهيد و سالروز شهادت قهرمان ملى كشور سخنرانى هاى خويش را ارايه نمودند.
په ۶/۲۵/۱۴۰۱ نېټه د کاناډا په ونکوور ښار کې د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د ۲۱ تلین او د شهيد د اوونۍ د نمانځنې په موخه غونډه جوړه شوه.
په دې پروګرام کې چې په ونکوور کې د مېشتو افغانانو له خوا جوړ شوی و، د افغانستان جنرال قونسل ښاغلي رامین معنوي او د ونکوور یو شمېر مشرانو او علماوو خپلې ویناوې وکړې. د دې ترڅنګ فرهنګي شخصیتونو، د مدني ټولنې فعالانو او یو شمېر محصلینو هم په دې پروګرام کې برخه اخیستې وه.
د افغانستان جنرال قونسل د شهيدانو د اوونۍ او د هېواد د ملي اتل د شهادت د ٢١مې کليزې د نمانځلو تر څنګ، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو شهيدانو يادونه وکړه او هغوى ته يې د دعا او درود وکړه. هغه د داسې موضوعاتو په اړه خبرې وکړې: د یو خپلواک، هوسا او سوکاله افغانستان لپاره د شهیدانو په ځانګړې توګه د ملي اتل اهداف؛ په هیواد کې د بشري حقونو او د خلکو د وقار په ساتلو کې د دوی دندې؛ د افغانستان له هر ګوټ څخه د جهاد د شهیدانو عموميت؛ د افغان شهیدانو قربانۍ او فداكاري؛ د هیواد د ازادۍ په لاره کې د شهیدانو سرښندني؛ په نړۍ کې د وقار سره د هیواد د درلودلو په برخه کې هڅې؛ راتلونکو نسلونو ته د دې ډول موضوعاتو څخه مهم درسونه او نورو مشابه موضوعاتي په اړه خبړی وګړی. همدا راز دوی په هېواد کې د روان ناوړه وضعیت، بشري بحران، ناامنیو، له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د وروستیو ناخوالو په اړه خبرې وکړې او د خلکو د ارادې پر بنسټ د داسې نظام له لارې د دايمي سولې او ثبات پر تامين ټينګار وشو، چې د ټولنې ټولې برخې مساوي حقوق او د تړاو احساس ولري. همدارنګه د هېواد د نامتو شهیدانو لکه شهید استاد رباني، شهید احمدشاه مسعودملي اتل، شهید جنرال عبدالرازق، شهید کاظمي، شهید عبدالعلي مزاري، شهید حاجي عبدالقدير او نورو شهیدانو د کارنامو یادونه وشوه.
په دې غونډه کې نورو ويناوالو هم د شهيد اوونۍ او د هېواد د ملي اتل د شهادت د کليزې په اړه خپلې ويناوې وکړې.


Published in: News
Last modified on Friday, 21/10/2022